مور، د هستۍ د کتاب پیل دی او د الهي رازونو یو خزانه، چې هېڅ قلم د هغې پر جلال او شکوه د لیکلو توان نه لري.
هغه د مینې او محبت لومړنۍ نښه ده، چې له عرشه فرشه ته نازله شوې ده، ترڅو ځمکه د خپلې وجود په ګوهر ښایسته کړي.
د مور مینه هغه بېپایه سمندر دی چې هره څپه یې د فداکارۍ، وفا او تلپاتې مینې کیسې په زړه کې لري.
زما په اند، مور د الهي رڼا سرچینه ګڼل کېدای شي،
هغه چې د جنت په بوی ډکې لاسونو سره نړۍ د رحمت او شفقت ډکه کوي.
مور د محبت اسمانونو ستنه ده چې د وخت هېڅ زلزله یې ټینګښت نشي ماتولی او د هغې د مینې سیوری به تر قیامته د نړۍ پر سر خپور وي.
هغه هغه سرلوړى سرو دی چې هر پاڼه یې د صبر او استقامت نښه ده او هره څانګه یې د الهي لطف جلوه ده.
د مور مینه هغه تلپاتې اور دی چې هېڅکله نه سړېږي؛ هغه مینه ده چې له ازله په لوح محفوظ لیکل شوې او تر ابد به د انسان په زړه کې بلېږي.
مور بېشکه د اسم اعظم مظاهره ده؛ د معرفت جام چې هر څوک یې یو غوړپ وڅښي، زړه یې د بېپایانه حکمت نه ډکېږي.
هغه یو داسې هنداره ده چې د حق جمال پکې ښکاري او اولاد د دې هندارې په وړاندې د بندګۍ او محبت درس زده کوي.
مور هغه شمع ده چې د نورو د رڼا لپاره سوځي او په دې سوځېدو کې خپل نامرادي ته مانا ورکوي.
په رښتیا سره چې مور یوازې یو انسان نه، بلکې یو داسې فرښته ده چې په خاورو کې پټه ده؛ داسې مخلوق چې هر ګام یې زرګونه ملائکې ته د تعظیم سر ټیټوي او هره خبره یې هغه دعا ده چې عرش ته رسي.
که جنت غواړې، پوه شه چې د رحمت څادر یې د مور په لاسونو کې پروت دی؛
ځکه جنت د هغه بېتمې مینې او بېپایانه عشق سیوری دی چې یوازې د مور له لمنې څڅېږي.
په درناوي او اخلاص
لیکوال: احمد محمود امپراطور
پنجشنبه، د قوس لومړۍ نېټه، ۱۴۰۳ لمریز کال
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر